د ځينو ولایتونو له پوهنې ډګره د خبرونو لنډيز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۲۸
65

نیمروز، ارزګان او لوګر:
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوی نیمروز، ارزګان او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی او د یادو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او مشرانو سره یې د لیدنې پر مهال، په مهمو علمي او تجربوي مسایلو خبرې کړې دي. 
پلاوي د يادو ولايتونو په ښوونځيو کې د ساينسي مضمونونو د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه، يو ښوونيز سيمينار هم جوړ کړ او ګډون والو ته يې د تخنيکي وسايلو او لابراتواري توکو د کارولو په تړاو اړینې لارښوونې وکړې.

هلمند
د افغانستان.ا.ا د عالي مقام د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو په موخه، د دیني مدارسو د بستونو د وېش په برخه کې د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د مسئولینو او دیني علماوو په ګډون غونډه جوړه شوه. 
په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدعوض انصاري وويل: په دې برخه کې يوه کميټه جوړه شوې ده، تر څو د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند اداراتو کې د صادر شويو فرمانونو او حکمونو له پلي کېدو څخه څارنه وکړي.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت یو شمېر د پوهنې دوستو شخصیتونو په خپل شخصي لګښت، د مومند درې ولسوالۍ اړوند د بیله لېسې د لمریزې برېښنا سیستم فعال او د هسکې مېنې ولسوالۍ د مظهر العلوم مدرسې لپاره یې تخنیکي وسایل وپېرل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS