رسنیز بلنلیک
![14](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-05_at_3.24.04_pm.jpeg)
په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت او د افغان پوسټ شرکت تر منځ غوښتونکو ته د نتایجو او شهادتنامو په لېږد کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شي.
وخت: ۱۴۴۵ هـ ق (۱۲/۱۶ / ۱۴۰۲لمریز کال)، چهارشنبې ورځ، د شعبان المعظم میاشتې ۲۵مه نېټه، له غرمې مخکې ۱۰بجې.
ځای: کابل ښار، زنبق څلورلارې، کابل سټار هوټل.
د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.
یادونه: د خویندو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله د ښځینه خبریالانو له راتګ څخه معذرت غواړو.
د اړيکې شمېرې: ٠٧٩٧٨٩١٧١٠ او ٠٧٩٩٣٦٩٤٨٧
والسلام
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست