د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په هرات ولایت کې دوه بابه مدرسې پرانيستل شوې
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ياد ولایت د زنده جان ولسوالۍ اړوند په کشکک او سربلند زلزله ځپليو کلیو کې دينې مدرسې تاسيس او پرانیستلې.
په ياده ولسوالۍ کې د درې بابه مدارسو د بنسټ ډبرې څه موده وړاندې کېښودل شوې، چې په دې وروستيو کې د يادو مدارسو له جملې څخه د دوه بابه مدارسو د جوړولو چارې بشپړې او د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د دغه ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه، علماوو او استادانو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوې او په پام کې ده، چې په نيږدې راتلونکي کې د نائب رفېع کلي مدرسه هم د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.
د يادو مدارسو د جوړولو ټول لګښت څه باندې ۱۰ ميليونه ۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د چوپړونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او له والدینو یې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د زده کړو په موخه، مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
په يادو مراسمو کې د نورو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او د پوهنې په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
ياد مراسم د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.