د پوهنې وزارت له لوري په غزني ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
5

د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ اړوند په سپین کارېز کلي کې د «رشد العلوم روحانیه» په نوم یو باب دیني مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دیني مدرسه د سوداګرو، قومي مخورو او ځايي خلکو په مالي مرسته، د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوه او د ط.البانو په مخ پرانیستل شوه.
د دغه ديني بنسټ د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي سربېره يو شمېر علماوو، قومي مخورو او د خلکو استازو هم برخه اخيستې وه.
د يادونې وړ ده، چې ياده دیني مدرسه په ۵ جرېبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۱۰ تدريسي او اداري خونې او يو محراب جومات لري، چې په يو وخت کې د ۱۰۰۰ تنه زده کوونکو ظرفيت لري.
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د پوهنې په برخه کې د خلکو او سوداګرو له ملاتړ څخه مننه وکړه، د علومو د زده کړې په فضایلو یې خبرې وکړې او په ټولو برخو کې یې د دیني او عصري علومو د متوازنې پراختیا ډاډ ورکړ.
ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۱۷
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۱۰ بابه ښوونځیو د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې

د پوهنې وزارت سره په همغږۍ، د پکتیا ولایت په ۹ ولسوالیو کې د یو مرستندویه بنسټ له خوا چې له پوهنې سره مرسته کوي، ۱۰ بابه ښوونځي جوړېږي.
د یادو ښوونځيو د جوړېدلو لګښت شاوخوا ۱۹۶ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۷
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د رغولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د سلطان مسعود لېسې د جوړېدو چارې چې نیمګړې پاتې شوې وې، نن یې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت سره د رغولو چارې پیل شوې.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د «ا.مارت پېژندنې» سیالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت بکخېل ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځيو د ۲۵۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «ا.مارت پېژندنې» سيالۍ پيل شوې.

د پوهنې پر مسئولینو سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمېر چارواکو او د. . .

BACK TO NEWS