د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۲۰
321

هرات

د پسران خوافي خیریه بنسټ، د هرات د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو پر اړمنو زده کوونکو د مرستو د ویش لړۍ پیل کړه.

ويل کيږي، چې د یاد بنسټ له لوري د مرکز اړوند ښوونځيو په ١٠٠٠ تنو زده کوونکي بکسونه او درسي توکي وېشل شوي دي.

کندوز

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د خان آباد ولسوالۍ د پوهنې آمریت اړوند، د ښوونکو د ۸۰ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

په پام کې ده، چې د یادې پروسې بریالي نوماندان به د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

بامیان

دبامیان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي په مشرۍ د همغږۍ غونډه، د پوهنې د مسئوولینو او همکارو ادارو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د رشیدانو، خوګیاڼو، آب بند او ده یک ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته، د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د درسي توکو او کتابونو ۵۵۴ بستې ښوونیز مواد ولېږل.

د پوهنې ریاست چارواکو له اړوند مسئولینو وغوښتل، تر څو یاد توکي په منظم ډول د دغه ولسوالیو په ښوونکو او زده کوونکو ووېشي.

بغلان

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ د بغلان ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۱۶۰ تنو ښوونکو لپاره یو میتودیک سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې روزونکو ګډون والو ته د ښوونې او روزنې اغېزمن مېتودونه او ځینې مهم اداري او تدریسي مسایل وروښودل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS