په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند د دره منګل کلي درې تنو اوسېدونکو عبدالقادر، حیات او قاري پاینده ګل یو جرېب شخصي ځمکه، د انوارالعلوم مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف وکړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست مسئولینو، دیني علماوو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
د دره منګل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمدولي منصور د ښوونيزو بنسټونو د جوړېدو د اجر او ثواب په اړه معلومات ورکړل او یادې مدرسې ته يې د ځمکې ورکول صدقه جاریه عمل وباله.
ځايي خلکو د هېواد د پوهنیزنظام څخه پر خپل ملاتړ د ټينګار ترڅنګ، له پوهنې وزارت څخه وغوښتل، تر څو د يادې مدرسې لپاره د ودانۍ په جوړولو کې همکاري وکړي.