مطبوعاتي بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۵۲
13

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د سپورټ برخې ښوونکو ته، د هنډ بال او باسکټبال د لوبغاړو د مسلکي وړتیا لوړولو د ښوونیز سیمینار پای او هغوی ته د تصدیق پاڼو او سپورټي ډالیو وېشل.

ګډون وال: د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د سپورټي څانګو رئیسان او مسئولین، د کابل د ښوونځیو سپورټي روزونکي او یو شمېر سپورټي مینه وال.

وخت: ۶/۱۱/۱۴۴۵ ه.ق، (۲۶ / ۲ / ۱۴۰۳ لمریز کال)، چهار شنبې ورځ، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

پته: د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت، خواجه عبدالله انصاري لېسې څنګ ته، شاه دوشمشېره (علیه رحمه) ته څېرمه.

د رسنیو ټولو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.

والسلام

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS