په بغلان ولایت کې د یو باب لېسې لپاره د ودانۍ رغولو چارې پیل شوې
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د امان الله خان لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې رسما پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د خپلو خبرو پر مهال، په ټولنه کې د علم او پوهې په ارزښت خبرې کړې، ښوونیز بنسټونه یې د ځوان نسل په سالمه ښوونه او روزنه کې خورا مهم وبلل.
دغه راز نوموړي د یادې ودانۍ په جوړولو کې د دوشي ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مادي او معنوي مرستو څخه مننه وکړه.
د دغه ودانۍ ټولیز لګښت شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانی اټکل شوی دی، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو له لوري ورکړل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د هېواد والو له مرستو او همکاریو څخه مننه اوقدرداني کوي.
