په لوګر ولايت کې د دوه بابه ښوونځيو بيارغونې چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۵:۵۵
jh

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د شلوک او ملک شیر احمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د پوهنې مسئولینو، یو شمېر علماوو او قومي مخورو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوې.

د ښوونځيو په یادو پروژو کې احاطوي دېوالونه، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کیندل، د اوبو رسولو شبکې غځول، د لمریزې برېښنا ښیښو نصبول او نور اړین ملحقات شامل دي، چې ټول مالي لګښت یې څه باندې ۱۰ ميليونه افغانۍ دى او د يو مرستندويه بنسټ له لوري ورکول کېږي.

د یاد ولايت پوهنې مسئولين وايي، څه موده وړاندې هم د یاد مرسته کوونکي بنسټ له خوا په محمداغې، ازرې او بره کي برک ولسواليو کې د ۷ بابه ښوونځيو ودانۍ تر بیارغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS