د یو شمېر ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۱:۴۲
221

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې کمېټې غونډه، د یاد ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام محمد محمدي په مشرۍ، د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو ریاستونو د استازو په ګډون جوړه او په ترڅ کې په تېرو کړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې ریاست وایي: د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ په مرکز او ولسوالیو کې د کتابونو او درسي موادو د وېش لړۍ بشپړه کړه.

بامیان

د باميانو ولايت د خصوصي ښوونځيو يو شمېر مسئولينو، د یاد ولايت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره وکتل.

په یاده کتنه کې دواړو لورو د خصوصي ښوونځيو د عمومي وضعيت په اړه خبرې وکړې او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې مطرح کړل.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت د يو شمېر ښوونځيو له آزموینې بهیر څخه څارنه وکړه او له ښوونکو يې وغوښتل، چې د یادې پروسې روڼتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست د دیني مدارسو د ۷۳ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۴۰۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS