د ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه
![sdaf](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-01_at_11.09.03_am.jpeg)
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د سواد زده کړې کمېټې غونډه، د یاد ولایت د مقام مرستیال الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، پوهنې رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
همدارنګه:
د پکتیکا ولایت په مدارسو کې د ۱۰۳ خالي بستونو د ډکولو لپاره د نویو مدرسینو د ګمارنې په موخه، له ۱۲۱ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
فراه
د افغانستان د خلکو له سپېڅلي جهاد سره د ځوانانو د آشنا کېدو په موخه، د فراه ولایت د ښوونځیو له ۲۵۰ تنو زده کوونکو څخه «د امارت پېژندنې» تر نامه لاندې رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني له لوري، د څلورمې ښوونیزې ناحیې اړوند د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې یو محراب جومات پرانیستل شو.
یاد جومات د ښوونځي د شورا او د سیمې اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶۰۰ زره افغانیو لګښت سره، په ۷۶ متره مربع مساحت کې جوړ شوی.
لغمان
د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ښوونکو د ۲۷ بستونو د ډکولو په موخه، د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې رقابتي آزموینه واخیستل شوه.