د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیزو چارو د څېړنې په موخه خوست ولایت ته ورسېد
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام، نن له خپل ځانګړي پلاوي سره خوست ولایت ته لاړ.
په پيل کې نوموړي د خوست ولايت له پوهنې رئيس، مسئولينو او کارکوونکو سره وکتل او په ټول هېواد کې يې د ماشومانو لپاره د متوازنو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو، د ښوونیزو پلانونو، پروګرامونو او د پوهنیز کيفيت لوړولو په تړاو د تفصیلي خبرو ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، تر څو خپلې ورځنۍ چارې په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست، د پوهنې له مسئولینو سره په ګډه، د یاد ولایت له "امداد العلوم"دارالعلوم، مرکزي دارالاېتام او نمونوي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه؛ د زده کوونکو درسي بهیر او د استادانو د تدریس طریقې یې له نیږدې وکتلې او د یادو بنسټونو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره یې، د هغوی ددرسي پروګرامونو، نظریاتو او ستونزو په اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې.
په دغو ناستو کې نوموړي د پوهنې مسئولینو ته د اغېزناکو او ګټورو مشورو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې به لازمې هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د خوست ولايت په "امداد العلوم"دارالعلوم کې، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.