د ننګرهار ولایت په هغه ښوونځي کې د سړو سیمو د تعلیمي کال د پیل زنګ وکړنګول شو، چې تېر درې کاله د داعیش مرکز و!
د ننګرهار په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل او زنګ وهلو مراسم ددې ولایت د هسکی مېنې ولسوالۍ اړوند د پاپین سیمې د پاپین په لېسه کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو .
دا لېسه له تېرو درې کالو راهیسې د داعش ډلې له لورې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او وروسته د جګړې په لومړۍ کرښه بدله او ودانۍ یې په بشبړ ډول نړیدلې ده.
په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې دننګرهار والی شاه محمود میاخیل. دپوهنې رییس حسیب الله شینواري،قومي مشرانو، د دولتي ادارو چار واکو، د ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستي وه.
دننګرهار والی شاه محمود میاخیل په خپله وینا کې وویل: ورانول اسانه کار دی خو جوړونه ډیر زیار غواړي هغه وویل تر هر څه وړاندې موږ ته د فکرونو رغونه په کار ده .
ننګرهار والي زیاته کړه: که د فکر په رغونه کار ونه شي که موږ هر څومره بیا رغونه وکړو نو پایله به یی مثبته نه وي.
ننګرهار والي دسیمې خلکو ته دامن او سکون د راتلو له امله مبارکي ورکړه ویې ویل له ملي او دفاعي ځواکونو ستاسو ملاتړ ددې لامل شو، چې دا سیمه ددښمن له شتونه پاکه او نن دادی پکې د ښوونځیو د پرانیستلو شاهدان یو، والي دسیمې پر خلکو غږ وکړ چې دښوونځیو په ساتنه کې مرسته وکړي او خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي. دننګرهار والي همدار راز خلکو ته دښوونځیو او نورو عام المنفعه ځایونو دبیا رغونې ډاډ ورکړ.
بیا د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري خبرې وکړې ویې ویل دخوشحالۍ ځای دی چې نن موږ دسړو سیمو د نوي ښوونیز کال دپیل او زنګ وهلو مراسم په داسې یو ښوونځي کې نیولي چې ددولت مخالفینو پکې د جګړې سنګر جوړ کړی و او اوس یې ودانۍ په کنډواله بدله شویده.
دپوهنې رئیس د سیمې له خلکو مننه وکړه چې خپل اولادونه یې بېرته ښوونځیو ته راولیږل هغه دسیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې به د معارف پر وړاندې پرتې ستونزې په راون کال کې تر ډیره حل کړی.
پوهنې رئیس زیاته کړه: سږ کال په هسکه مېنه کې د څلورو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړیږي او همدارنګه به دیو شمېر نورو ښوونځیو ودانۍ په اساسي توګه ترمیم اوبیا ورغول شي. حسیب الله شینواري له مرسته کوونکو ادارو مننه وکړه، چې دمعارف پر وړاندې پرتو ستونزو په حل کې یې مرسته کړې. نوموړي له مرسته کوونکو ادارو څخه د مرستو ددوام په ځانګړې توګه دهغه ښوونځیو سره چې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دپوهنې رئیس وویل، سږکال به په ننګرهار ولایت کې شا او خوا 279 ښوونیزو کې نوی ښوونیز کال پیل شو، چې په دغو ښوونځیو کې خواوشا دوه سوه زره تنه زده کوونکي، چې دیرش سلنه یې نجونې دي زده کړه کوي.
هغه وویل په دې ښوونځیو کې همدارنګه د نویو زده کوونکو د جذب لړۍ روانه ده.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي دسیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې نور به چاته اجازه ورنکړي چې د ښوونځیو دروازې وتړی او یا په سیمه کې ویره او ترهه خوره کړي.
دسیمې یو قومي مشر ډاکټر لعل ضمیر هم ډاډ ورکړ، چې دهسکې مېنې ولسوالۍ ټول اوسیدونکي معارف دوسته او د معارف تر شاه ولاړ دي.
دمراسمو په پای کې پر زده کوونکو د ښوونځي بکسې او قرطاسیه هم وویشل شوه او پاپین په لېسه کې د چاپیریال د سمسورتیا په موخه د ننګرهار والی، پوهنې رئیس او نورو چارواکو له لورې څو بوټي هم کینول شول.
