د پوهنې وزارت سرپرست بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ
د هېواد ولایتونو ته د پوهنې وزارت د سرپرست له رسمي سفرونو او د ښوونیز او روزنیز وضعیت تر ارزونې وروسته، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا بلخ ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړی د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل او مسئولینو له لوري د تود هرکلي سره مخامخ شو.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې د ښوونیز او روزنیز وضعیت لاښه والي، د پوهنیز کیفیت لوړولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې نوموړي د پوهنې ریاست د مسئولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
