په لوګر ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن حميدي په داسې حال کې، چې د یاد ولايت پوهنې مسئولينو، علماوو او د سيمې قومي مخورو هم حضور درلود، د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د پادخواب روغني لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.
د پوهنې رئيس دڅرګندونو له مخې: د یادې لېسې ودانۍ۶ درسي ټولګي، يوه اداري خونه، دبرېښنا یي انرژۍ سيسټم، احاطوي دېوال، د اوبو څاه او نور اړین ملحقات لري، چې لګښت یې ۷ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی او د پوهنې د یوې ملاتړې ادارې له خوا تمویلیږي.
په یادو مراسمو کې د لوګر پوهنې رئيس د معياري زده کړو د پراختيا او خلکو ته په هېواد کې د متوازنو ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.