د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له یو شمېر سرحدي سیمو لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۹:۲۵
156

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوی، چې د هېواد سویل ختیزو ولایتونو د سرحدي ولسوالیو د ښوونیز وضعیت په ارزونه بوخت دی، د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په ملتیا د دغه ولايت سروبي او برمل ولسواليو ته ولاړ او هلته يې د پوهنې له مديرانو، د مدارسو او ښوونځيو له مسئولينو، د علماوو شورا له مرستيال او د يادو ولسواليو له قومي مشرانو سره د ښوونیز او روزنیز وضعیت په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت معین په دغو ناستو کې د مدارسو او ښوونځیو د لایحې، د پوهنې کیفیت، د ښوونکو تدریسي وضعیت، د ښوونکو عمومي تشکیل، د زده کوونکو احصائیه او په ښوونځیو کې د علماوو د شمېر په اړه له سیمه ییزو مسئولینو څخه معلومات وغوښتل، چې په ترڅ کې یې د ولسوالیو پوهنې آمرینو د پورتنیو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل.

دغه راز سیمه ییزو مسئولینو د خپلو ولسوالیو د پوهنې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه لکه: د تشکیلاتو کموالی، د مسلکي ښوونکو کمښت، د مدارسو --- ښوونځیو د ودانیزو پروژو نیمه بشپړېدل، په یوشمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالی او یو لړ نور موضوعات له پلاوي سره شریک کړل، چې ور سره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS