د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ۸۵ تنو علمي غړو لپاره د لومړنۍ سروې (د ښوونیزې نظر سنجۍ) تر سرلیک لاندې مسلکي سیمینار پرانیستل شو.
د چارواكو په وينا، د یاد سيمينار د پيلولو موخه، د ښوونکو د روزنې علمي غړو د مسلکي پوهې د کچې لوړول او مسلکي وده ده.
په پام کې ده، چې د دغه ډول مسلکي ورکشاپونو په جوړولو سره د هېواد د مرکز او ولایتونو د ښوونځیو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او د اداري شورا غړو ته علمي روزنه ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار به درې ورځې دوام وکړي.
