په غزني ولایت کې د یو لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۳۷
ufdr

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، په داسې حال کې چې د پوهنې مسئولینو، د سیمې یو شمېر علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود، د یاد ولایت جغتو ولسوالۍ په شاکي کلي کې د شاکي لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.
د نوموړي په وينا، په پلان کې ده، چې د ښوونځي دغه ودانۍ د سیمه ییزو خلکو په ملاتړ د ۷ مېليونه افغانيو په لګښت سره، د ٨ درسي ټولګيو، يوې اداري خونې او ټولو اړینو آسانتیاوو په درلودلو سره ورغول شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ د علم پروره ولسونو له مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS