د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۵:۳۳
محنختهاعل

د افغانستان، ا.ا. دبري او فتحې درېيمې کليزې په مناسبت، نن د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له خوا او د کابل ښار پوهنې رياست په همکارۍ، د ۳۵ لېسو اړوندو سپورټي لوبډلو ترمنځ د ۵۰۰۰ متره په واټن (د دارالامان ماڼۍ څخه تر حبیبیې لېسې پورې) د منډې جوړولو سیالۍ ترسره شوې.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د بدني روزنې آمريت مسئولينو د معلوماتو له مخې، يادې سيالۍ د یو ځانګړي پلاوي تر څارنې لاندې په لاره اچول شوې وې، چې په پايله کې يې د عبدالعلي مستغني لېسې لومړى، غازي لېسې دويم او نادریه لېسې درېيم مقامونه ترلاسه کړل.
 همدارنګه د ذبيح الله شهید او سیدنورمحمد شاه مېنې لېسو په ترتیب سره څلورم او پینځم مقامونه خپل کړل.
د سیالیو په پای کې د مسئولینو له لوري ګټونکو لوبډولو ته سپورټي کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS