د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د تخار ولایت له یو شمېر دیني بنسټونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۴۶
uyi

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي چې د تخار ولایت د دارالعلومونو ارزونې په موخه د یو پلاوي مشري کوي، د دغه ولایت د دارالعلومونو له مسئولینو او استادانو سره وکتل.

په یاده کتنه کې نوموړي د استادانو د تدریس پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت مشرتابه په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو پراختیا او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او له مسئولینو یې وغوښتل چې د هېواد بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې له پوره اخلاص او دقت څخه کار واخلي.

له بلې خوا د تخار د دارالعلومونو مسئولینو هم ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د پوهنې د بډاینې په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس ژمنه وکړه، چې د ټولو پوهنیزو مرکزونو د ستونزو په حل کې به همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS