د پوهنې وزارت له بودیجې څخه په جوزجان ولایت کې د ۱۹ بابه ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۱
dfsg

د جوزجان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله، د شبرغان ښار په شاوخوا او لسو ولسواليو کې د ١٩ بابه ښوونځيو د بيا جوړولو پروژو پرانیستلو پر مهال وويل: د يادو ښوونځيو د ترميمولو لګښت څه دپاسه ۸ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونیزو آسانتیاوو شتون د نصاب او تدریسي پروسې په کیفیت کې خورا مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې پوهنې وزارت به په دې برخه کې خپلو هلوځلو ته لاپسې دوام ورکړي.

ځایي اوسېدونکو هم په خپلو سيمو کې د ښوونځيو پر بيا جوړېدو خوښي څرګنده او د دغه وزارت د رهبرۍ له هڅو يې مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته د سواد زده‌کړې ۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول

د بدخشان ولایت د سواد زده‌کوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه د یوې همکارې ادارې لخوا د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شول.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست رهبري دغه مرسته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۳
Background image

په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځی د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شو

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند د قلعه ظفر لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او مسئولینو لخوا کېښودل شوه.

یاده ودانۍ چې د خلکو په مرسته د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۰
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ اړوند د رهي ابدال لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۱۵.۸۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه اوسمهال. . .

BACK TO NEWS