د پوهنې وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۱
255

د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري په ملتیا، نیمروز ولایت ته رسمي سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني سره یې د لیدنې پر مهال، د ښوونیز وضعیت لاښه والي او پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د پوهنې ریاست له اداري چارو څخه د کتنې ترڅنګ، د نیمروز ولایت له جهادي مرکزي مدرسې او یو شمېر نورو ښوونیزو بنسټونو څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې له مهتممینو، علماء کرامو، زده کوونکو، ښوونکو، دیني علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې د ځایي مسئولینو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول او د پوهنې وزارت مشرتابه له دوی سره د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS