پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې ۱۷ پروژې پرانیستل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۱۹
255

د پکتیا ولایت په ۱۲ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو او ۲ بابه مدارسو بیارغونې چارې، چې درې میاشتې وړاندې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه څه د پاسه ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو، سیمه ییزو چارواکو، مشرانو او د دغه ولایت د خلکو استازو پکې حضور درلود، په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيا پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي د ديني او عصري زده کړو د ارزښت په اړه د وينا پر مهال څرګنده کړه، چې ښې او باکيفيته زده کړې يو مناسب تعليمي چاپېريال ته اړتيا لري او د پوهنې وزارت هڅه کوي، تر څو د مناسبو تعلیمي تاسیساتو د جوړولو او ترمیم سربیره د ماشومانو لپاره هر ډول لازمې ښوونیزې او روزنیزې آسانتياوې برابرې کړي.

په پاى کې مشرانو او د خلکو استازو هم په دغه ولايت کې د ښوونيزو مرکزونو د بيا جوړولو له امله خوښي څرګنده او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له کړنو مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS