د ځینو ولایتونو له پوهنې څو خبرونه
![12](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-11_at_3.14.27_pm.jpeg)
- خوست:
د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې شوراګانو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز سیمینار دایر شو او ټاکل شوې ده، چې ۲ نورې ورځې هم دوام وکړي.
۰ غزني:
د یو مرسته کوونکي بنسټ له لوري، د غزني ولایت پوهنې ریاست لپاره د ښوونیزو موادو کڅوړې چمتو او په پلان کې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې زده کونکو ته ووېشل شي.
- نورستان:
د نورستان ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې شوراګانو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی سیمینار، د پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شو.
- بادغیس:
د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاستونو د پوهنې آمرینو او علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو او عامه پوهاوي ۳ ورځنی ورکشاپ، نن د یاد ولایت پوهنې رئیس په حضور کې پیل شو.