د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۸
156

- هرات :
د هرات ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو علمي غړو لپاره د هغوی د وړتیا لوړولو او عامه پوهاوي په موخه، درې ورځنی سیمینار پرانیستل شو.

- سرپل:
د سرپل ولایت پوهنې ریاست ته، د یو همکار بنسټ لخوا ټولټال ۱۶ زره۸۲۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي او ټاکل شوې ده چې د ځانګړې سهمیې له مخې د یاد ولایت ښوونځیو ته ووېشل شي.

میدان وردګ:
 د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ علم پروره خلکو، د یادې ولسوالۍ د نور المشایخ لیسې سره ۸۴۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.
 د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په وینا، دغه پیسې د لېسې د ودانۍ ترمیم او اړینو تجهیزاتو پېرودلو په برخه کې لګول شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS