پوهنې وزارت د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه پرانیستل 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۶
132

د پوهنې وزارت د سواد زد‌ه‌کړې ریاست لخوا، د مرکزي ریاستونو اړوند د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره، د لیک لوست زده‌کړې ښوونیز کورسونه جوړ شول.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاء الله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د سواد زده‌کړې رئیس الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده، مسئولینو او کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین او کفیل مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د علم او پوهې د اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې له دغه طلایي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ تر څو په راتلونکي کې د خپل ځان او ټولنې لپاره د لا ښه خدمت جوګه شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین هم د علم او پوهنې د ارزښت، مؤثریت، اړتیا او دوخت اهمیت په تړاو علمي وینا وکړه او د یاد پروګرام ګډون وال یې خپلو اساسي موخو ته متوجې کړل.
د یادو مراسمو پر مهال، د پوهنې مسئولینو له لوري د سواد زده‌کړې کورسونو یو شمېر ګډون والو ته په نمونوي ډول ښوونیز توکي او مواد ووېشل شول.
دغه پرتمین مراسم د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۰
Background image

په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو اړوندو ښوونکو وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت له لوري د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ، د بامیان ولایت د سیمه ییزو ټولګیو ۲۰۴ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو ۶ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په یاد شپږ ورځني ورکشاپ کې به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

پوهنې وزارت د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه پرانیستل 

د پوهنې وزارت د سواد زد‌ه‌کړې ریاست لخوا، د مرکزي ریاستونو اړوند د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره، د لیک لوست زده‌کړې ښوونیز کورسونه جوړ شول.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image

په دایکنډي ولایت کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند په داله سیمه کې د "خورشید" لومړني ښوونځی، د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي، مسئولینو او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر علماءکرامو او عامو خلکو په حضور. . .

BACK TO NEWS