د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۶

- هرات
د هرات ولایت د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو د ۵۴۵ غړو لپاره د "عامه پوهاوي" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.

- پکتیکا
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۲ بابه مدارسو مهتممینو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

- میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند د شهید صابریار لېسې ته د یو تن علمي شخصیت لخوا د ۵۰۰ ډالرو په اندازه مرسته وشوه.

-نیمروز
د زده‌کوونکو د روغتیا او سلامتیا په موخه، د "پسرلني فوټسال کپ" ترسرلیک لاندې هغه سپورټي سیالۍ، چې څه موده وړاندې د نیمروز ولایت د شهید ګل محمد عالي لېسې د مختلفو ټولګیو د زده‌کونکو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نن ورځ د پایلو په اعلان سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS