د پوهنې وزارت سرپرست له لوري په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۷۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ساختماني پروژې پرانیستل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۵۵
DFG

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د تعلیمي وضعیت په بیاکتنه بوخت دي، اوسمهال جوزجان ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره تر لیدنې وروسته، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو موخې تشرېح کړې او ورپسې په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست د چارواکو، علماءکرامو او منسوبینو لخوا یې ملتیا کېدله، په جوزجان ولایت کې یو شمېر لاندې رغنیزې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې:

۱- په مرکز شبرغان ښار کې د اسلام جوی عالي لېسې د ۶ بابه درسي خونو پرانیستنه، چې په دې وروستیو کې یې د جوړولو کارونه له ټولو اړینو تجهیزاتو او توکو سره د ۸۳ زره ۴۵ ډالرو په لګښت سره بشپړ شول.

۲- د شبرغان ښار د "چهل" منځني ښوونځي پرانیسته؛ چې د بیارغونې چارې یې ۹۲۰ زره۱۲۲ ډالرو په لګښت سره پای ته ورسېدې.

۳- د "بش اریغ اولمیه" لومړني ښوونځي د ۶ بابه ټولګیو له ټولو اړینو لوازمو سره د ودانۍ پرانیستنه؛ چې د یاد ولایت د اقچه ولسوالۍ په ۳ جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، په ټولیز ډول ۵۰ زره۹۵۳ ډالر لګښت پرې راغلی.

۴- د شبرغان ښار د غجری خانه ښوونځي احاطوي دېوال پرانیستنه؛ چې ۱۰ زره ۸۵۴ ډالر لګښت یې درلود او د ښوونځي د یو جرېب ساحې شاوخوا یې احاطه کړې ده.

۵- د جوزجان ولایت مرکز اړوند په احمد شاه ابدالي لومړني ښوونځي کې د ۵ زره ۴۴۸ ډالرو په لګښت د ۶ غرفې تشنابونو جوړول.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو پروژو ټولیز لګښت یو مېلیون ۷۰ زره ۴۲۸ ډالره دی، چې د ۷۴ مېلیونه ۹۲۹ زره ۹۶۶ افغانیو سره برابر دی او د پوهنې د همکارو بنسټونو له لوري تمویل شوی دی.

په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست په ټول هېواد کې د هیواد بچیانو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو پر متوازن پرمختګ باندې ټینګار وکړ، د جوزجان ولایت اوسېدونکو ته یې د ذکر شویو پروژو د ساختماني چارو بشپړېدو مبارکي وویله او خپلې لیدنې یې د افغانستان د علم پرور ملت د هوساینې او سوکالۍ او د پوهنیز نظام لاپیاوړتیا لپاره د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسولې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS