له ننګرهار ولایت څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

- یو خیریه او علم پرور شخص د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ د شېرزاد مرکزي لېسې ۲۰۱ تنو اړمنو زدهکوونکو ته د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ښوونځي لباسونه وپېرل.
- همدارنګه، د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ د نازنین جبارخېل لیسې داخلي برخه د یوې خیریه ادراې په مالي ملاتړ سره د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت رنګ او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت علم پاله خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.