د کابل ولایت د مدارسو او ښوونځيو استادانو لپاره لارښود او مشورتي سیمینار پرانیستل شو

د کابل ولایت پوهنې ریاست لخوا د تنظیم شوي پروګرام سره سم، د پغمان ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځيو ۱۵۰۰تنو استادانو او زدهکوونکو لپاره "د زدهکوونکو سالمه او اسلامي روزنه او د فکري جګړې سره د مبارزې لارې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار د یوې تعلیمي مرستندویه ادارې په همکارۍ ترسره شو؛ ترڅو ځوانان په اسلامي او ملي روحیه او د کلتوري یرغل او فکري جګړې سره د مبارزې په تړاو وروزل شي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې چارواکو سربېره، علماءکرامو او د ځایی خلکو استازي هم په سیمینار کې حاضر وو. دوی د اسلامي روحیې سره د زدهکوونکو د سالمې روزنې او د مشرانو او آمرینو اطاعت په څېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ښوونکو او استادانو پام یې د زدهکوونکو او ځوانانو ترمنځ د رد شويو افکارو د خپرېدو مخنیوي ته راواړاوه.
ورپسې د سیمینار ګډونوالو د داسې علمي او لارښود غونډو په ترسره کولو خوښي څرګنده او په راتلونکي کې یې د دغه شان نورو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.