په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۲
545

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د رباط‌هولان لېسې لپاره ۴ بابه درسي خونې جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ استازو حضور درلود، پرانیستل شوې.

په دغو مراسمو کې ویناوالو د سیمه ییزو خلکو او د ښوونځیو شورا له مالي او معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د خلکو همکاري د پوهنې د پیاوړتیا لپاره یوه اړینه برخه ده او له هغوی یې وغوښتل چې د تعلیمي ادارو په لاپراختیا کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS