د بلخ ولایت په پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۲:۵۶
sss

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بلخ ولایت پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف رحماني، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو رئیس بریالي ابدالي او د پوهنې کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

لومړی د یاد ولایت پوهنې رئیس ګډون‌والو د ښه راغلاست پرمهال وویل چې د اداري چارو ساده کول د دندو د ښه والي او خلکو ته د خدمتونو د ګړندي کولو لپاره یو له اساسي اړتیاوو څخه دي او زیاته یې کړه چې د دې پروسې پلي کول کولی شي د اداري کارونو پېچلتیا کمولو، روڼتیا زیاتولو او د پوهنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ساده کولو رئیس هم د دې پروسې د اهمیت او اهدافو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ګډون‌وال رول یې د هغو په بریالیتوب کې حیاتي وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS