د پوهنې محترم وزیر لخوا په میدان وردګ ولایت کې د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۱۳
sdfg

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ په تنګي‌دره کې «د تعلیم القرآن دیني مدرسه» چې د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د سیمې د ګڼ‌شمېر چارواکو، دیني‌علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې محترم وزیر له ځایي خلکو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د پوهنیز نظام متوازن پرمختګ او پراختیا ته په قوي هوډ سره ژمن دی.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د دغې مدرسې لپاره به رسمي بستونه هم په پام کې ونیول شي.

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت په وینا: یاده دیني مدرسه په اساسي ډول په ۲ پوړونو کې جوړه شوې، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره ۱۲ درسي خونې لري او په پایله کې یې د طلابو لپاره مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS