د غور ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مضمونو سیالۍ پرانیستل شوې

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د ښوونځیو منځنۍ دورې زده کوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضي مضمونونو سیالۍ ترسره شوې.
د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دې پروګرام موخه د زده کوونکو علمي او فکري وده، د څېړنې او نوښت روحیه پیاوړې کول او د دوی د علمي پوهې کچه لوړول دي.
په پای کې د دوو غوره پروژو نومونه اعلان شول، چې عبارت دي له: د خواجه وهاج الدین ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي عبدالصبور لخوا "رافعه" پروژه او د شاه سنګان عالي لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي عبدالروف لخوا "پای ریسکوپ" پروژه.