د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د بدخشان ولایت له یو شمېر  ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
ظپطپظط

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري"  د بدخشان ولایت د دعوت او ارشاد له مسئول محترم مولوي خالد امین په ملتیا، د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال پلاوي د بهارک ولسوالۍ په پوهنې آمریت کې د بهارک، شهدا، وردوج او جرم ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو او د ښوونځیو له چارواکو سره ولیدل او د پوهنې د کیفیت لاښه والي لپاره یې د ننګونو، اړتیاوو او فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وکړ.
په یاده غونډو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه سروري ټینګار وکړ چې د پوهنې نظام باید نه یوازې پوهه انتقال کړي، بلکې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو په برخه کې د مبلغ دنده هم پر مخ یوسي او موږ ژمن یو چې دا همغږي له مرکز څخه تر ولسوالۍ پورې وساتو او پیاوړې یې کړو.
همدارنګه د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد څرګنده کړه چې د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت او ګڼ شمېر ننګونو سره سره، بدخشان تل د علمي او تعلیمي پرمختګ په سر کې ځای لري او موږ هڅه کوو چې د پوهنې وزارت سره په نږدې همکارۍ کې د دې خاورې ټولو ماشومانو ته باکیفیته، اسلامي او ټول شموله زده کړې چمتو کړو.
په ورته مهال مشرتابه پلاوي د بهارک ولسوالۍ له ځینو ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه، له چارواکو، ښوونکو او زده کونکو سره یې ولیدل او د هغوی د ستونزو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یوه ښوونځي بیارغونې پروژې څخه کتنه وشوه

د کابل ښار پوهنې ریاست چارواکو د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د عبدالرحیم غفورزي عالي لېسې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په جریان کې، د پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د غور ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مضمونو سیالۍ پرانیستل شوې

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د ښوونځیو منځنۍ دورې زده کوونکو ترمنځ د ساینس او ​​ریاضي مضمونونو سیالۍ ترسره شوې.
د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دې پروګرام موخه د زده کوونکو علمي او فکري وده،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د بدخشان ولایت له یو شمېر  ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري"  د بدخشان ولایت د دعوت او ارشاد له مسئول محترم مولوي خالد امین په ملتیا، د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ.. . .

BACK TO NEWS