په هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
سظبزظط

د هرات ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په پنځم دور ازموینه کې، له ۲۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رمسئولینو په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، ترڅو هر راستنېدونکی زده‌کوونکی د وړتیا او پوهې کچې ته په پام سره تر عادلانه او منظمې ارزونې وروسته مناسبو ټولګیو ته وروپېژنو.
د چارواکو په وینا، د زده کونکو دا شمېر باید د هغه ولایت په ښوونځیو کې د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د دوی د تعلیمي کچې پر بنسټ وګمارل شي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې، شاوخوا ۷۳۵۰ کډوال او راستنېدونکي زده‌کوونکي په پورته ذکرشوې ازموینه کې تر ارزونې وروسته ښوونځیو ته معرفي او جذب شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS