د پوهنې وزارت له لوري د مدرسینو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۲
شبیطر

د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت لخوا د کابل ښار اړوندو مدارسو، د مسلکي پراختیا علمي غړو د ۱۸ کادري بستونو ډکولو لپاره ډله ییزه رقابتي ازموینه، د یاد وزارت د کفیل او اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ځینو مرکزي رئیسانو او مسئولینو په حضور کې واخیستل شوه.
د پوهنې وزارت کفیل او  د اسلامي زده کړو محترم معین په خپله پرانیستونکې وینا کې د دیني مدارسو په علمي لاسته راوړنو سربېره، د پوهنې پر کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا. د پوهنې وزارت مشرتابه ژمنه ده، ترڅو د مدارسو او ښوونځیو علمي کیفیت لاپسې لوړ کړي، چې د علمي کادرونو ګمارلو لپاره د نن ورځې ازموینه یې ښکاره بېلګه ده.
 ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د خپلو خبرو پرمهال، پر دندو کې اخلاص او د الله تعالی رضا لاسته راوړل اصلي موخه وبلله او د مدرسینو مسلکي پراختیا له غړو یې وغوښتل چې د تعلیمي مرکزونو د استادانو او طلابو د ښوونیز او روزنیز بهیر په پیاوړتیا کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي. 
د یادونې وړ ده، د مدرسینو مسلکي پراختیا بستونو ته شاوخوا ۳۵۰کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۲۱۳ تنه د ذکرشوې ازموینې لپاره د شرایطو وړ وبلل شول او په پایله کې به یې ۱۸ تنه د مرکز کابل ښار اړوندو مدارسو کادري بستونو ته ورمعرفي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS