د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د سیدنورمحمد شاه مېنې له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۸
14

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د یاد وزارت د یو شمېر کارپوهانو او د کابل ښار پوهنې مسئولینو په ملتیا، نن د کابل ښار آتمې ناحیې اړوند د سیدنورمحمدشاه مېنې عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
 د پوهنې وزارت محترم معین د لیدنې پر مهال، د یادې لېسې د مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. ورپسې نوموړي د لېسې له درسي ټولګیو، د تدریس له بهیر او د زده‌کوونکو علمي وضعیت څخه له نږدې کتنه وکړه او د ښوونې او روزنې د کیفیت لا پیاوړتیا په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د پوهنې وزارت محترم معین د لېسې استادانو ته په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د زده‌کوونکو وړتیا او استعداد ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی د اسلامي او ملي ارزښتونو په روحیه وروزي.
همداراز نوموړي له زده‌کوونکو وغوښتل، چې د علم ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې وکړي او خپل ورځني درسونه د خپلې پوهې د کچې لوړولو لپاره په پوره شوق او ژمنتیا سره زده کړي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد د خدمت وړ اشخاص وګرځي.
د لیدنې په پای کې، د لېسې مسئولینو د پوهنې وزارت له محترم معین څخه د یادې لېسې د تعلیمي وضعیت ښه‌والي په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د لوګر ولایت له ۳۹ بابه ښوونځیو سره د تدریسي وسایلو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له بیارغول شویو ۳۹ بابه ښوونځیو سره، د اداري او تدریسي وسایلو مرسته وشوه، کوم چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ۸۰۰زره افغانیو ته رسېږي.
په یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS