د پکتیکا ولایت ۱۴ ولسوالیو ته تعلیمي مواد توزېع شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۷
52131

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ۴۲ ډوله اداري او تعلیمي مواد، چې لګښت یې ۵ مېلیون افغانۍ دی، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د ۱۴ ولسوالیو آمریتونو ته ووېشل.
یاد مواد چې پکې قرطاسیه، مېزونه، کمپیوټرونه، سولري سیسټمونه، بېټرۍ او نور ډول ډول اداري توکي شامل دي، مخکې د ارګون ولسوالۍ دارالمعلمین پورې اړوند وو، چې اوس‌مهال له اړتیا سره سم پورته ذکر شویو ولسوالیو ته ووېشل شول.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې یاد توکي د پوهنیز بهیر ښه کولو او د ښوونکو اداري اړتیاوو پوره کولو په موخه توزېع شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS