د بامیان ولایت له پوهنې ریاست څخه دوه لنډ خبرونه
د بامیان ولایت د زدهکوونکو د استعدادونو او علمي او تخنیکي اختراعاتو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت پوهنې ریاست د ښوونځیو د زده کوونکو د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو د نندارتون جوړولو لپاره یو پروګرام پیل کړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې یو شمېر چارواکي، علماءکرام، د خلکو استازي، د زده کوونکو والدین د پوهنې ریاست لخوا د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو ته بلل شوي وو.
چارواکو په خپلو ویناوو کې د داسې نندارتونونو له جوړولو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه شان علمي او تخنیکي نندارتونونو تنظیم کول د ځوانانو په استعدادونو او نوښتونو باندې مثبته رواني اغېزه لري او په راتلونکي کې یې د مرکز او ولسوالیو د تعلیمي مرکزونو د زده کوونکو ترمنځ د علمي نندارتونونو او سیالیو د پیل غوښتنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې
د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د خدماتو کارکوونکو او ساتونکو ته ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
د یادې ادارې د چارواکو په وینا، د ژمي جامې هر کال د پوهنې ریاست او د نورو اداري واحدونو خدماتي کارکوونکو او امنیتي ساتونکو ته د یوې سهمیې له مخې وېشل کېږي.
