د پوهنې محترم وزیر، د دیني مدارسو ازموینې بهیر څخه کتنې په موخه کاپیسا ولایت ته لاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵۱
515814

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر کاپیسا ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمدفرید حقاني سره د کتنې سربېره، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
ورپسې نوموړي د یاد ولایت د پوهنې چارواکو له هڅو او صادقانه خدماتو ستاینه وکړه، د ازموینې ځای ته لاړ او د ازموینې پروسې ارزولو ترڅنګ یې، د یادو ازموینو د روڼتیا، نظم او معیاري کولو په اهمیت ټینګار وکړ او له طلابو العلم یې وغوښتل چې د زده‌کړې په لاره کې ډېرې هڅې وکړي. 
د یادونې وړ ده چې، د پوهنې محترم وزیر او ورسره مل پلاوی د ازموینې ځای ته رسېدو پر مهال د چارواکو او استادانو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمة‌الله‌علیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

د زابل ولایت د ځینو ښوونیزو بنسټونو استادانو لپاره علمي او ښوونیزه ناسته ترسره شوه

د ښوونیزو چارو لا ښه والي، د تدریسي  کیفیت لوړولو او د ښوونیز نظم پیاوړتیا په موخه، د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځيو ۳۰ تنو مدرسینو او ښوونکو لپاره یو ورځنۍ ښوونیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۳
Background image

په هلمند ولایت کې ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړونې ورکشاپ پیل شو

د هلمند ولایت په ښوونځیو کې د نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ، د پوهنې یوه همکار بنسټ په ملاتړ پیل شو.
یاده ښوونیزه برنامه په موسی‌قلعه، بغني او. . .

BACK TO NEWS