د پوهنې وزارت امربالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې لخوا یو ورځنی اصلاحي سیمینار دایر شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۶
ظزظز

د پوهنې وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له لوري، د یاد وزارت د مرکزي هستې شاوخوا ۲۶۰ تنو رئیسانو، آمرینو او مدیرانو لپاره یو ورځنی اصلاحي سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، اداري اصلاحاتو او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د اصولو د تطبیق په موخه تنظیم شوی و، چې پکې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په محترم وزیر سربېره، د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین، لوړپوړو مسئولینو، مرکزي رئیسانو، آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.
د سیمینار په پرانیسته غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د اسلامي نظام له بنسټیزو موخو څخه یوه هم د امربالمعروف او نهی عن المنکر د کړنلارې پلي کول دي. 
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې یادې مهمې څانګې ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی، تر دې چې ورته ځانګړی قانون توشیح او د مشخصو اصولو او لارو چارو له مخې یې عملي چارې تنظیم شوې دي.
همداراز د پوهنې محترم معین ټینګار وکړ، چې د دولتي ادارو مسئولین مکلف دي، ترڅو اسلامي اخلاقو، اداري نظم او شرعي اصولو د مراعتولو ترڅنګ، په خپلو اړوندو برخو کې د اصلاح، عدالت او مسئولیت‌پذیرۍ روحیه لا پیاوړې کړي.
ورپسې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محترم شیخ محمد خالد حنفي په خپلو څرګندونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د د یادې ادارې د کړنلارې سم او اغېزناک تطبیق کولای شي، د ټولنې د سالمېدو، اداري فساد د مخنیوي او د اسلامي اخلاقو د ترویج لپاره بنسټیز رول ولوبوي. 
نوموړي د پوهنې وزارت له مشرتابه او کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو مسلکي مسئولیتونو ترڅنګ، د اسلامي ارزښتونو د عملي کولو لپاره خپلو همکاريو ته لاپسې دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه اصلاحي سیمینار کې پر اداري اخلاقو، اسلامي مسئولیت، د کار د کیفیت لوړولو او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تطبیقي میکانېزمونو په اړه هر اړخیزې ویناوې وشوې او ګډون‌والو خپلې پوښتنې او نظریات هم له یو بل سره شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS