په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
شسبظط

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د انجنیرانو یوه ډله پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو ته واستول شوه، ترڅو د تعلیمي مرکزونو د ساختماني پروژو (جوړولو او بیارغونې) له پروسې څارنه وکړي.

۱- په پکتیکا ولایت کې، د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه د ۶۶ مېلیون ۷۸۲ زره ۶۶۳ افغانیو په ټولیز لګښت چې د یوې ودانیزې پروژې لګښت یې ۱۱ مېلیونه ۴۶۹ زره ۷۳۹ افغانۍ و او د همکارو ادارو لخوا تمویل شوی و او ۵ نورې ساختماني پروژې د ځایي خلکو په مالي مرسته بشپړې شوې یا تر کار لاندې دي.
۲- په غزني ولایت کې، د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه د ۹ مېلیونه ۱۳۳ زره ۹۱۰ افغانیو په ټولیز لګښت ۶ د بیارغونې پروژې او ۴ ودانیزې پروژې روانې دي، چې د رغونې لګښت یې د سیمې خلکو لخوا ورکول کېږي.

۳- په میدان وردګ ولایت کې، د تعلیمي ادارو د بیارغونې ۱۱ پروژې روانې دي، چې لګښت یې ۵ مېلیونه ۶۹۳زره ۳۱۵ افغانۍ دی او د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه ورکول کېږي او ۵۲ د بیارغونې پروژې چې تمویل کوونکي یې همکارې ادارې دي، په ټولیز ډول ۱۱۹ مېلیونه ۷۲۷ زره ۳۵۷ افغانۍ لګښت لري.
نوموړي وویل: د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي چې په دوامداره توګه ښوونې او روزنې ته د ماشومانو لاسرسي لپاره لاډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS