د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د مدارسو د ګډو ازموینو بیاکتنې کمېټې سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۶
5151

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د ځانګړې لایحې له مخې، هرکال د ټول ملک په شمول د دارالهجرت مدارسو ثانویه او مافوق ثانویه دورو عمومي ازموینې په یو وخت کې پیل او اخیستل کېږي؛ چې سږ کال یادې ازموینې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۶مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه پای ته ورسېدې.
په ورته وخت کې د طلابو د ازموینو پارچو بیاکتنې په پروسه کې د روڼتیا او په درجه بندۍ کې د عدالت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یوه سل‌کسیزه کمېټه وټاکل شوه.
په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د پورته ذکر شوې کمېټې سره درلوده، د دغې کمېټې غړو ته د اړینو لارښوونو په ورکولو سره څرګنده کړه چې؛ له طلابو العلم څخه اخیستل شوې ازموینه زموږ لپاره امانت ده، تاسو باید په صادقانه او عادلانه ډول هر طلاب ته د هغه د وړتیا او استعداد پر بنسټ نمرې ورکړئ او که چېرې په دې پروسه کې غفلت او بې پروايي وشي، نو دا به د زده‌کوونکو ترمنځ نابرابري رامنځته او په ترڅ که به یې تعلیمي او اخلاقي نظام ته لوی زیان ورسېږي.
د غونډې په پای کې، د اسلامي زده‌کړو محترم معین د کمېټې اړونده ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل به موخه یې هر اړخیز نظرونه تبادله شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS