د ولایتونو له پوهنې د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۹
8515

کونړ
د یو علمي شخصیت لخوا، د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ اړوند لوټانو او کاویر لومړنیو ښوونځیو ته، ۱۰۰ عدده مېوه لرونکي او ۵۰۰ عدده بې میوې نیالګي ورکړل شول.

پنجشېر
 د پوهنې وزارت لخوا، د پنجشېر ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په اړه څلور ورځنی سیمینار،  د پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

کندز
د پوهنې وزارت لخوا د کندز ولایت د ساینس او ​​ریاضي مضمونونو ۱۴۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي ښوونکو لپاره ۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

بلخ
د بلخ ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو د مسئولینو او کارکوونکو لپاره د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون تشریح کولو لپاره یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS