لغمان ولایت کې د ۹ بابه ښوونځیو بیارغونه د څه باندې ۱۹ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۵
215

د لغمان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، په دې وروستیو کې د یاد ولایت د دولت‌شاه، قرغه‌یي، الیشنګ ولسوالیو او مهترلام ښار په اړوندو کې (۹) بابه ښوونځي د پوهنې یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د ۱۹ مېلیونه ۳۷۸ زره۹۳۷ افغانیو په مجموعي لګښت ترمیم او بیارغول شوي دي، چې د یاد ولایت د مقاماتو او د پوهنې ریاست مسئولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو له لارې بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد، د دغو مراسمو د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان والي، د همکار بنسټ مسئولینو او د محفل ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې په دولت‌شاه ولسوالۍ کې ۲ بابه، په الیشنګ ولسوالۍ کې ۲ بابه، د مهترلام په ښار کې یو باب، په قرغه‌یي ولسوالۍ کې یو باب او ۳ بابه نور ښوونځي چې ټولټال نهه (۹) بابه کېږي، ترمیم شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS