د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۹
سیرطی

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د «اغېزمنې زده‌کړې او پوهې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د کابل ښار  پوهنې ریاست اړوندو شپاړسو ښوونیزو حوزو د ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره جوړ شو.
په همدې مناسبت هغه غونډه چې د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین په تالار کې د پوهنې مسئولینو، د تعلیمي حوزو آمرینو او د کابل ښار ښوونځیو اداري کارکوونکو په حضور کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کفیل محترم مولوي محمد کریم جهاني، مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل:« دغه ورکشاپ شپږ ورځې دوام کوي او ګډون‌وال د دوه ورځنیو پړاوونو په دوو مرحلو کې تر ښوونیز پوښښ لاندې نیول شوي دي، چې اوس یې درېیم پړاو هم پیل شو.»
نوموړي له ګډون‌والو وغوښتل چې د دغه سیمینار له علمي مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS