د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې په نوښت، د کابل ښار ځینو تعلیمي حوزو ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۰
564156

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې په نوښت، د کابل ښار لومړۍ، دویمې، درېیمې او لسمې ښوونیزو حوزو ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیز سیمینار، د یاد وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، آمرینو، علماءکرامو او ښوونکو په حضور کې ترسره شو.
دغه سیمینار د قرآن‌‌‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې د پوهنې وزارت مالي اواداري معین ګډون‌والوته د ښه راغلاست ترڅنګ، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په تطبیق کې د ښوونکي مسئولیت، د معلم د ستر او مقدس مقام، اخلاقي مسئولیت، ښوونې او رزونې، اخلاص او په دندوکې د بشپړې ژمنتیا په هکله تاثیرګذاره وینا وکړه او د ښوونکو مسئولیت یې د ټولنې په هراړخیزه رغونه کې تر ټولو مهم او کليدي وباله.
همدارنګه نورو ښوونکو، علماءکرامو او ویناوالو هم د ټولنې په بنسټیزه جوړونه کې د ښوونکي نقش، د صورت او سیرت اصلاح، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون ارزښت، د لمانځه او جماعت اهمیت په اړه علمي ویناوې وکړې او ګډون‌والو یي په خپلو دندو کې لازیاتو هلوځلو ته وهڅول.
دغه راز د یادې پرتمینې غونډې د پای په شېبو کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له لوري پر ګډون والو نغدي ډالۍ هم ووېشل شوې.
 یاده غونډه د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد محترم رئیس لخوا تر لنډې وینا وروسته، په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS