په پکتيا ولايت کې له ۳ بابه ښوونځيو سره څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته وشوه
د پکتيا ولايت په څمکني او زرمت ولسواليو کې د خلکو او قومي متنفذينو په مالي مرسته، د ۳ بابه ښوونځيو لپاره د ۶۶۸ زره۴۵۰ افغانيو په ټوليز لګښت د اوبو رسولو سيسټمونه، سولري برېښنا او يو شمېر نور اړين سهولتونه برابر شوي دي.
د ياد ولايت پوهنې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم فاروقی، له مرستندویانو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو هېوادوالو څخه يې هم غوښتنه کړې چې له مدارسو او ښوونځيو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
