د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲
5454

لوګر
د لوګر ولایت محمد‌آغې ولسوالۍ اړوند د خواجه ویس بابا ښوونځي لپاره، د علم‌پالو اشخاصو له لوري د څه باندې ۳۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.

ارزګان
د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست انګړ د ښکلا او زرغونتیا په موخه، په یاد ځای کې ۶۸ زینتي او غیر مثمر نیالګي کېنول شول.

بامیان
د بامیان ولایت پوهنې مسئولینو له لوري، د یاد ولایت د مرکزي زندان ۱۸ تنه پرسونل او ۱۶ تنه بندیانو ته د سواد زده‌کړې کورسونو د فراغت تصدیق‌لیکونه ووېشل شول.

غور
د غور ولایت د الله‌یار، دولینه، مرغاب، لعل او سرجنگل ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو او سرښوونکو لپاره، د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې‌ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS